امریکا یو ایرانی شرکت او دوه مدیران یې د هغه بندیزونو په نقص تورن کړي، چې د امریکا لخوا پر ایران لګېدلي دي. د وال ستریت ژورنال د خبر له مخې د امریکا په فدرال محکمې Payment۲۴ ایرانی شرکت او د هغه مدیران «سید سجاد شهیدیان» او «وحید ولي» د پیسو په مینځلو او انټرنېټي غلاو باندې تورن کړي دي. محکمې پرېکړه کړې ده چې په انګلستان کې ددغه شرکت نیول شوی مدیر باید امریکا ته ولېږل شي. Payment۲۴ شرکت څلوېښت کار کوونکي لري چې مرکزي دفتر یې د ایران په تهران کې دی. دغه شرکت دغه راز تورن شوی چې په امریکا کې له ایراني وګړو سره مرسته وکړي څو پر ایران د امریکا بندیزونه بابېزه وګڼي.