«رابطه عالم اسلامي ټولنې» د هېواد له عامې روغتیا وزارت سره د طبي توکو مرسته کړې ده. په افغانستان کې ددغه سازمان مشر قاري نور زمان شرافت نن دغه طبي توکي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته تسلیم کړي دي. په دې طبي توکو کې ماسکونه، محافظتي جامې، د تبې معلومولو آلې، دستکش او عفوني ضد مواد شامل دي. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر شفیق الله شهیم د «رابطه عالم اسلامي ټولنې» له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان له دې وړاندې هم د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره دغه ډول مرستې کړې دي. دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد له عامې روغتیا وزارت سره د «آر. ان. اې اکسترکشن» د استخراج ۲۵۰ بستې کېټونو مرسته کړې ده. د «آر. ان. اې اکسترکشن» د استخراج ۲۵۰ بستې چې په ټوله کې ۴۲۰۰ ټېسټونه کېږي، پر کرونا اخته مشکوک کسان معلومولای شي. د عامې روغتیا وزارت د صحي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال ډاکټر وحید مجروح وایي، چې له دې کېټونو څخه به د مشکوکو ناروغانو د معایناتو لپاره کار واخلي، د مرکز او ولایتونو هغه لابراتوارونو ته به یې واستوي چې اړتیا ورته لري.