د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت تړون لاسليک کوونکی هېواد دی او بايد دغه تړون عملي کړي، په هراړخيزه توګه دې خپل بيولوژيکي او پوځي عمليات تشريح کړي او د ذروي فعالیتونو د څارنې له څواړخيز میکانيزم سره دې مخالفت نه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکا د خپلو بيولوژيکو فعاليتونو په اړه د نړيوالو د قناعت وړ توضیحات نه دي ورکړي او نړيواله ټولنه يې اندېښمنه کړې ده.
له دې وړاندې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې زهاروا ويلي وو، چې شواهد ښيي، چې د امريکا دفاع وزارت په اوکراين کې بيولوژيکي او پوځي عمليات ترسره کوي او روسيې له امریکا څخه غوښتي چې پدې اړه وضاحت ورکړي.