د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرې یوې میاشتې کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نېږدې څلور سوه زره ټنه توکي افغانستان ته وارد شوي دي. دغه مالونه چې څه باندې ۷ زره واګونونه کیږي له حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو له لارې هېواد ته را وارد شوي دي. یادې ادارې ویلي، چې د دغو موادو ډېره برخه خوراکي توکي دي او پاتې برخه یې تېل او نور سوداګریز سامانونه دي. که څه هم د کرونا وبا د خپرېدو له امله د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د لېږد رالېږد لړۍ ټکنۍ شوې ده خو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې نورو ځمکنیو او هوايي چلند ته په کتو د رېل پټلۍ ترانسپورټي چلند په عادي ډول پر مخ روان دی. د راپورونو له مخې هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰ واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردیږي.