امریکا تر دې دمه له افغانستان سره خپله یو میلیارد ډالر دفاعي مرسته نه ده کمه کړې. رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وایي باوري سرچینو ورته ویلي چې د امریکا ددفاع وزارت تر دې دمه پر افغانستان یو میلیارد ډالر نظامي او دفاعي بودیجه نه ده کمه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته له افغانستان سره د یو میلیارد مرستو د کمولو خبره کړې وه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له جوړجاړي ناهیلی شوی و. اوس د امریکا په دفاع وزارت کې باوري سرچینو او همدا راز د کانګرس ځینو غړو رویټرز ته ویلي چې تر دې دمه دغه مرسته له افغانستان نه ده ګرځول شوې. د کانګرس غړو ویلي دوی د پنټاګون درې میاشتنی راپور کتلی دی او هېڅ داسې مورد نشته پکې. د امریکا په دفاع وزارت کې هم سرچینو تایید کړې چې تر دې دمه مرسته نه ده لغوه شوې او نه یې هم په دې تړاو د سپینې ماڼۍ یا بهرنیو چارو وزارت کومه لارښونه ترلاسه کړې ده. دا چې دا مرسته ولې نه ده لغوه شوې امریکايي چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي، خو شنونکي وايي چې دا به د پمپیو یوه هڅه وه څو افغان سیاسیون په خپلو کې جوړجاړي ته اړ کړي.