هندي چارواکي وایي، ښایي د اختر له رخصتیو وروسته د واګه بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري بیرته له سره پیل شي. هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند د یو لوړپوړي ګمرکي چارواکي له خولې ویلي، دوی د همدې بندر له لارې د سوداګرۍ پیلېدو خبر تر لاسه کړی دی. دا بندر د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه د سوداګرو پر مخ تړل شوی دی. د هند په امریتسر کې د ګمرک نماینده دیپک کومار ګوپتا ویلي، د دوی یو ټیم له پاکستاني چارواکو سره په ګډه کار کوي څو د دې بندر له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ د بیا پیلېدو جواز تر لاسه کړي. هغه ویلي، پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن بندر له لارې سوداګري پیل کړې او تمه لري دا بندر هم هر څه ژر د سوداګرو پر مخ پرانیستل شي.