پر ایران د امریکا تر فشارونو وروسته وینزویلا ته روانه د دې هېواد لومړنۍ تېل وړونکي کښتۍ خپل هدف ته رسېدلې ده. رویټرز اژانس د دریابي ترافیکو له قوله ویلي، هغه کښتۍ چې د ایران بیرغ ورباندې ځوړند دی او پنځه محمولې لري د ونزویلا تر اقتصادي انحصار لاندې سیمې ته رسېدلې ده. دا کښتۍ په داسې وخت کې وینزویلا ته رسېږي چې دواړه هېوادونه (تهران- کاراکاس) د امریکا تر اقتصادي فشار او بندیزونو لاندې دي.