امریکا پلان لري، چې د خپل ملي امنيت د ساتلو او له صادراتي مقرراتو څخه د سرغړونې په پلمه ځينو تصدیو ته زیاتې سزاګانې ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۱۷مه نېټه په دې هکله وویل، چې امریکا د بازاري اقتصاد او د نړیوالې سوداګرۍ له اصولو څخه څرګنده سرغړونه او بې ځايه کړنې ترسره کوي او د ګردې نړۍ د توليد او عرضې د ځنځیرونو خوندیتوب ګواښي، چې په دې سره هم ځان او هم نورو ته زیانونه رسوي.
وانګ ون بین وويل، چې چین د امریکې له يادو بې ځايه کړنو سره هميشه ټينګ مخالفت کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې امريکا د خپل ملي امنيت په پلمه څو ځانګړي هيوادونه او تصدۍ ځپي او په شومو موخو خپلې ګټې ساتي. (هیله)