د چين د نړیوالې سوداګرۍ د هڅوونکې کمېټې د جوړېدو د ۷۰ مې کلیزې نمانځغونډه او د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه د مې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کميټې او د ۵۹ هېوادونو او سيمو د سوداګريزو سازمانونو او تصديو استازو په يادې سرمشريزې کې بحثونه کړي او په اتفاق یې د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې په هڅوونکې سرمشريزې کې د بېجينګ وړانديز خپور کړی دی.
د يادې سرمشريزې ګډونوالو په دغه وړانديز کې د کرونا وبا ضد د ګډې مبارزې، د نړيوال اقتصاد د ثبات او بيا سمسورتيا د ګډې هڅونې په شمول پنځو برخو کې موافقه کړې ده.