په دې وروستيو ورځو کې د روسيې د بهرنيو استخباراتو ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې امريکا د روان کال په اپرېل میاشت کې د داعش ډلې شپېته تنه غړي خوشي کړي او په امريکایي پوځي اډې کې تر روزل کېدو وروسته يې د اوکراين جنګي ميدان ته ليږلي دي. له اوږدې مودې راهيسې امريکا تل د نړيوالو پر وړاندې ادعا کړې چې له داعش ډلې سره يې مبارزه کړې ده. خو حقيقت دا دی چې دغه هېواد له ترهګريزو ډلو سره پټه همکارۍ کړې او کوي يې. د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په دې اړه له افغان سياسي شنونکي جاويد سره مرکه کړې. هغه وايې چې امريکا غواړي چې په نړۍ کې له ترهګريزو ډلو څخه د ملاتړ له لارې پر نړۍ حاکميت وکړي او خپلو ناوړو اهدافو ته ځان ورسوي.
دا حقيقت دی چې امريکا په تېرو څو لسيزو کې د تندلارۍ او ترهګرۍ له ډلو سره همکارۍ کړي دي. په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته امريکا تر خپلې وسې پورې د تش په نوم له جهادي ډلو څخه ملاتړ کړی او هغوي ته يې وسلې او ان د ټانک ضد توغندي برابر کړي وې. په دې جمله کې د القاعدې سازمان په شان ترهګريزې ډلې هم شاملې وې.اوس دغه هېواد بيا په فعاله توګه د اې اس اې اس په شمول د ترهګریزو ډلو غړي ګمارلي دي چې د اوکراين په جګړه کې ګډون وکړي. د ښاغلي جاويد په اند دا د سيمې د هېوادونو په کورني امنيت کې لاسوهنه ده. هغه وويل، امريکا غواړي د خپلو اقتصادي، سياسي او نظامي هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په سيمه کې د هېوادونو ترمنځ د جګړې اور تازه وساتي، نو په همدې اساس يې تازه د اوکراين او روسيې ترمنځ روانې جګړې ته د”اې اس اې اس “ترهګريزه ډله ګمارلې ده. امريکا غواړي چې له دې ډول ترهګريزو ډلو څخه د ملاتړ له لارې د جګړې د ساتلو او د سيمې د بې ثباتۍ هدف ته ځان ورسوي او په نړۍ کې بادارۍ او خپل جيوپولټيکې ګټې ولټوي.
امريکا په سيمه او نړۍ کې خپلو يادو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره له ترهګريزو ډلو څخه ملاتړ کړی او کوي يې. هغې نه يوازې په منځني ختيځ کې بلکې په افغانستان کې د داعش ډلې په شمول له ترهګريزو ډلو سره هم همکارۍ کړې او کوي يې. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا ويلې چې امريکا په افغانستان کې د هغو الوتکو په وسيله چې د امریکا پوځ نښه نه لري، د ټپيانو د ليږلو لپاره له داعش ډلې سره مرسته وکړه. په دې اړه ښاغلي جاويد وويل چې امریکا زمونږ په هېواد کې داعش ډلې ته د بېلا بېلو لارو خپلې مرستې رسولې دي. زه د ثبوت لپاره ځيني مثالونه وړاندې کوم. لومړی: څه موده وړاندې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې له داعش ډلې څخه د ملاتړ لپاره په شپه کې د امريکايي بې نښانه الوتکو په وسيله د ډالرو او خوارکي موادو بستې اچولې وي. دغه راز دوه مياشتې وړاندې دوی د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې هم همدغه کړنې کړې وې. سربېره پردې امريکا د افغانستان په شمالي ولايتونو تخار، کندوز او مزارشريف کې د داعش حضور ته زمينه سازي وکړه. دا چې د افغانستان د سرپرست حکومت په راتګ سره زمونږ په هېواد کې يو څه نسبي امنيت راغلی، خو ځيني وخت د هېواد په شمال او جنوب کې لاهم کله نا کله ترهګريز بريدونه شوي چې تر شا يې امريکا لاس لري او له دې لارې غواړي افغانان خپلمنځي نفاق ته وهڅوي.
امريکا غواړي له دغو ترهګريزو ډلو او ګروپونو څخه د ملاتړ له لارې په نړۍ کې خپل سياسي، نظامي او اقتصادي حاکميت وچلوي او د دغو ګروپونو په ملاتړ په نړۍ کې شته زېرمي، انرژۍ او کانونه چې د دوی په اقتصادي تقويه کې مهم رول لري، په دې ډول تر لاسه کړي. خو د دوی کړنو د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو ته زيانونه اړولي دي. په دې هکله جاويد داسې وويل، امريکا د دغو ترهګريزو ډلو د ملاتړ له وجې افغانان له دايمي سوکالې، ابادۍ او اقتصادي خودکفايې څخه لېری ساتلی او افغانان يې په تعليمي، سیاسي، نظامي او اقتصادي لحاظه شا ته پرېښودل. افغان ولسونه د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا غږ کوي چې د ترهګيزو ډلو څخه د ملاتړ له امله امريکا په تورليست کې واچوي.