د کابل والي وایي له کرونا سره د مبارزې کمیټه د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل پرې کوي. یعقوب حیدري چې له کرونا سره د مبارزې کمېټې مشري هم پر غاړه لري نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د هغو کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل چې لګښت یې تر زر افغانیو پورې رسېږي دا کمېټه به یې اړوندو مراجعو ته تحویل کړي. هغه زیاته کړې، په دې سره به د شاوخوا پنځوس سلنه کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معاف شي.