د امريکا د ټيکساس ايالت په يوه لومړني ښوونځي کې د مې په ۲۴مه نېټه د ډزو یوه ناوړه پېښه رامنځته شوه، چې له امله يې د ۱۹ ماشومانو په شمول ۲۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تازه دری ورځې تېرې شوي، خو لا هم په ټيکساس ايالت کې د ډزو پلورلو نندارتون، چې په روان کال کې د امريکا تر ټولو لوی نندارتون دی، د ټاکلي پلان له مخې تر سره کېږي.
د ډزو نندارتون دباندې د ياد ښوونځي زده کوونکي د خپلو مړه شويو همصنفيانو عکسونه پورته کوي او احتجاج کوي. د نندارتون په دننه کې د وسلو پلورونکي د نويو ډولو وسلې پلوري!
د ډزو نندارتون دباندې د مړه شويو ماشومانو پلرونه او ميندې خپه دي، د دغه نندارتون په دننه کې د وسلو پلورونکو په مخ کې د ګټو اخيستلو لپاره مسکا ښودل کېږي!
درې ورځې مخکې د ډزو په وخت کې ځايي پوليس ښوونځي ته له رسېدو وروسته د ډزو اواز واورېد او سمدستي یې د نورو پولیسو مرسته وغوښته او له شاو خوا يو ساعت وروسته يې مجرم وواژه.
د ډزو نندارتون د پلان له مخې د مې په ۲۷مه نېټه پرانیستل کېږي. ځايي پوليسو په ۲۶مه نېټه د نندارتون په شاوخوا فلزي ديوال جوړ کړی ؤ، تر څو د احتجاج مخه پرې ونیسي .
د وسلو او ډزو نندارتون دباندې مظاهره کوونکو اواز لوړ ؤ، خو هېڅ اغېزه او رول یې نه درلود. ځکه چې دوی پر هغو کسانو احتجاج کوي، چې خپلې سترګې پټې کړې!