د افغانستان ا.ا په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا ناروغي تر اوسه پورې په افغانستان کې نه ده تثبیت شوې. د ا.ا روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغي ځینې مشکوکې پېښې ثبت شوې وې او یاد کسان د دوی د روغتیایي ټیمونو تر نظارت لاندې وو چې د ټولو ازمایښتونه منفي راوتلي دي. د یادونې ده چې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی و چې کابل او نیمروز ولایت کې د بیزو چیچک مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت مسوولینو ویلي وو چې د بیزو چیچک دا پېښې قطعي نه دي خو په دې اړه د دوی څیړنې روانې دي.