د هند د غنمو د مرستو یوه بله جوپه هم افغانستان ته ورسېدله. هند څو میاشتې مخکې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د ۷۵ زره متریک ټن غنمو د مرستو اعلان کړی و او د دغو مرستو لومړۍ جوپه څه موده مخکې افغانستان ته رسېدلې وه. د ملي انکشاف شرکت چې د دغو غنمو د انتقال او ځای پر ځای کولو مسوولیت لري، وايي چې په تازه جوپه کې ۵۷۵۰ متریک ټنه غنم شامل دي چې نن افغانستان ته را ورسېدل. تر دې مخکې په دویمه جوپه کې ۱۰زره ټنه غنم انتقال او د هرات او کندهار په زیرمو کې ځای پر ځای کړل شوي وو. هند افغانستان ته د ۷۵زره متریک ټن غنمو د مرستو ژمنه کړې او تر دې دمه ۲۱زره ټنه یې استولي دي. دا درېیمه جوپه ده چې افغانستان ته انتقالیږي او ټاکل شوې چې د څلورمې جوپې استول به یې بله اونۍ د جون په اتمه پیل شي.