په دې وروستيو ورځو کې لازيات کمزوری او خوارځواکي افغان ماشومان روغتونونو ته لېږل شوي دي. د م. م د یوې شمېرنې له مخې روان کال ښايي په دې هېواد کې له پنځه کلنو څخه کم يو مليون او سل زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ وي، چې دغه رقم د ۲۰۱۸م کال په پرتله دوه چنده دی.
نازيه چې د افغانستان په شمال پروان ولايت کې اوسيږي، اوس د چارکر په روغتون کې د خپلې لور پالنه کوي، ځکه هغه د خوارځواکۍ له کبله هلته تر درملنې لاندې ده. له دې نه مخکې دوه لورګانې او دوه زامن یې د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. هغې وويل، کله چې ماشومان يې ناروغ شول، د دوی د علاج لپاره يې هېڅ پيسې نه درلودې.
د دې ترڅنګ د کندهار په ميرويس روغتون کې د ماشومانو څانګې مسؤل ويلي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۱۰۰ خوارځواکي ماشومان په دې روغتون کې بستر شوي، چې په دې جمله کې دېرش ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.
سربېره پردې په پلازمېنې کابل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر هم مخ په زياتېدو دی. د کابل ولايت د عمومي روغتون مسئول اسيم خان د مرکې په ترڅ کې د چین د ميډيا ګروپ له خبریالې سره يوه شمېرنه شريکه کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۰م کال کې د دې ولايت په بېلا بېلو کلينيکونو او روغتونونو کې د خوارځواکۍ له کبله د بستر شويو ماشومانو شمېر شاوخوا اووه زره و، خو په ۲۰۲۱م کال کې دغه رقم اتو زرو ته رسېدلی دی. هغه وويل، چې د دې شمېرنې له مخې په تېرو دوو کلونو کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ډېر زیات شوی و . د روان کال یوازې پنځه میاشت تېر شوې ، او تر اوسه دغه رقم شاوخوا څلور زرو ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ په تېرو دوو کلونو کې د کمزورو ماشومانو د مړينې کچه هم لوړه شوې ده. د ده په اند، خوارځواکي يا مالنیوټرېشن د دوی پر وړاندې عمده ستونزه وه او د نورو ناروغیو په څېر دغه ستونزه هم خپل عمده دليل لري، د بېلګې په توګه فقر او د خوراکي توکیو کمښت او داسې نور.
په افغانستان کې د م. م د ماشومانو صندوق د تغذيي پروګرام مسؤلې مېلني کارون ويلي، چې د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ عوامل هم ډېر شوي دي.
افغانستان اوس د وچکالۍ له کبله زيانمن شوی، چې له څو لسيزو راهيسې ډېره سخته ګڼل کيږي. په ورته وخت کې تر شل کلنې جګړې وروسته دغه هېواد هم ځپل شوی او زياتره خلک يې له لوږې سره مخ دي، خو د افغان خبریال غورځنګ په اند، دغه عوامل د ماشومانو د خوارځواکۍ اصلي لامل نه دی. هغه د چین د سي اېم جي له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا د افغان مرکزي بانک څو مليارډه امريکايي ډالره کنګل کړې او ډېر مرستندويه ارګانونه له افغانستان څخه وتلي، چې په پايله کې يې اقتصادي حالت سقوط شوی او څو مليونه وګړي په بې وزلۍ کې د خواړو د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي. اوس د افغانانو اقتصادي حالت نورهم خراب شوی او لا زيات وګړي د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. سربېره پردې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه په نړۍ کې د غلودانو د بيې د لوړوالي سبب ګرځېدلې ده. دغه راز تر اوسه له افغانستان سره د ځينو هېوادونو کړې ژمنې هم نه دي پوره شوي. د دې حالت پر وړاندې کمزوري ماشومان قربانيان شوي دي، نو د دغه وضعيت اصلي لامل څه دی؟ د ماشومانو د مړينې ترشا د چا تور لاس دی؟ امریکا د افغانستان په اوسني ستونزمن حالت کې ۱۰۰ سلنه مسؤلیت لري. که امریکا شل کلنه جګړه پیل کړې نه وای او زمونږ د هېواد شتمنۍ یې نه وای کنګل کړې، نو د هېواد په شمال او ختيځ کې دومره زيات ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه نه کېدل.