د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې نږدې څلور سوه ټنه شفتالو تولید شوي چې له درکه یې بڼوالو ته میلیونونه افغانۍ ګټه په لاس ورغلې ده.
چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.
د کونړ د کرنې رییس نجیب الله عادل ویلي، چې د مالټې، لیمو او نارنجو ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالو بڼونه هم جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي دي.
نوموړی وایي چې د شفتالو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو په سږني فصل کې ۸.۲ میلیونه افغانۍ عاید کړی دی.