روسیه وایي له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه کوي. په کابل کې د روسیې نوي سفیر دمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي مسکو له کابل سره د پراخو او کلکو اړیکو غوښتونکی دی. دده په خبره روسیه غواړي په افغانستان کې د سولې په روانه پروسه کې همکاري وکړي. حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې روسیه او افغانستان تاریخي اړیکې لري او اوس په سیمه کې روان وضعیت ته په کتو دغه اړیکې باید د بل هر وخت په پرتله سره نږدې او پیاوړې شي. دواړو لورو د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.