د چین د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې، د دغه هېواد ملکي هوايي ټرانسپورټي چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او د مسافرینو د لیږدولو اندازه يې د ټول هېواد په عمومي ټرانسپورټي سیستم کې ۳۳.۱ سلنه نیسي.
چین تر اوسه له ۱۲۸ هېوادونو او سیمو سره د هوايي چلند دوه اړخیز تړونونه لري او ۸۹۵ نړیوالې هوايي کرښې يې پرانیستلې دي.
په چین کې د هوايي ډګرونو عمومي شمېر ۲۵۰ ته رسېدلی او ۵۵۸۱ هوايي کرښې يې پرانیستلې دي. (هیله)