کرونا یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې یو ستر بشري ناورین رامنځته کړی دی. په هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا په اوج کې د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې په تر ټولو مهمه اداره (د عامې روغتیا وزارت) کې پراخ بدلونونه راغلي دي. په لومړي سر کې یې څو مرستیالان بدل شول او اوس تازه د دغه وزارت لپاره نوی سرپرست ګومارل شوی دی. کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې، خو زموږ او نړیوالو ترمنځ د دې نړیوالې بلا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ستر تفاوت دی.
کرونا د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، دولتي ادارې تړل شوې، نړیوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په افغانستان کې له دې پديدې له یوې خوا سیاسي استفاده کېږي او له بلې خوا د ځینو مفسدینو لپاره هغه د عوامو په خبره، په لنګه غوا بدله شوې ده. د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ستر مسوولیتونه لري. نه یوازې دا چې د دې پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي امکاناتو سم مدیریت باید وکړي، بلکې خپل ظرفیت باید پیاوړی کړي او په کار پوه کسانو ته دا چانس برابر کړي چې د دغه پدیدې پر وړاندې موثر اقدام وکړي.
همدا تېره ورځ په مشرانو جرګه کې سناتورانو شکایت کاوه چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې په ځانګړو شوو پیسو او همدا راز شویو مرستو کې فساد موجود دی. د دغه فساد مسوول څوک دي؟ څوک باید په داسې یوه بحراني وضعیت کې د افغانانو له حقوقو دفاع وکړي؟ دا هر څه د عامې روغتیا وزارت مسوولیت دی.
د وروستیو شمېرو له مخې په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر تر ۱۵ زره اوښتی دی. عامې روغتیا وزارت تر دې دمه په رسنیو او مطبوعاتو کې یوازې د ارقامو په وړاندې کولو بسنه کوي. داسې اغېزمنه لار یې نه ده خپله کړې چې له مخې یې د دغه ویروس د پراختیا مخه ونیول شي. پرون هم د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح اندېښنه وښوده چې دغه ویروس لا هم د پراختیا په حال کې دی.
اوس د عامې روغتیا وزارت مسوولیت دی چې نوې رهبري یې د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره اړین اقدامات وکړي. یوازې په خبري کنفرانسونو دې اکتفا نه کوي. له نورو اړوندو حکومتي ارګانونو سره دې په ګډه د نړۍ تجربو ته په کتو، داسې یوه حللاره وړاندې کړي چې وکړی شي رامنځته شوی ناورین کنټرول او مدیریت کړي. که وضعیت همداسې روان وي، د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي نه وي، یوازې د څو ډوډیو په وېش اکتفا وشي، بازار هم تړلی وي، خو بیا هم کرونا د پراختیا په حال کې وي، دا هر څه یو بل د خطر زنګ دی چې مسوولین باید ورته متوجه وي.
له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت اوسنی لار ورکی حالت د جدي اندېښنې وړ دی او چارواکو ته په کار ده چې ژر تر ژره دې د ناورین د مخنیوي او راتلونکو خطرونو د ختمولو لپاره عملي لارې چارې وکاروي او یا له نورو هېوادونو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړي.