د امريکا مشهور خبريال نولان سيګټون د امريکا کانګرس کيپيټل هيل (Capitol Hill)د کړکېچ په هکله ليکلي، که امريکا د ډيموکراسۍ پر وړاندې شته سيستماتيکې مسئلې حل نه کړي، نو د ياد کړکېچ په اړه د ګواهۍ اوريدلو غونډې به يې هيڅ اغيزې ونه لري.
د امريکا د استازيو مجلس ځانګړې څېړنيزې کميټې د جون تر ۱۴مې نيټې پورې د کيپيټل هيل د کړکېچ په اړه د ګواهۍ دوې غونډې تر سره کړې دي.
سي اېن اېن په يوې تبصرې کې ويلي، چې د امريکا د استازو مجلس دغه دوې غونډې په ژوندۍ بڼه خپرې شوې چې هر امريکايی د ياد کړکيچ بدې اغېزې په ياد کې وساتي او نړيوال له دې لارې د امريکا ډيموکراسي بيا وڅاري.
د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زرګونو پلويانو د تېر کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او په زور يې غوښتل، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې بدلې کړي.
په دغه تاوتريخوالي کې پنځه تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۴۰ پوليس پکې ټپيان شول او د دغه تاوتريخوالي په تړاو ۷۰۰ کسان ونيول شول.
دغه پېښه د امريکا پر ډيموکراسۍ سخت ګزار بلل شوی
ظاهرأ د دغې پيښې لامل دا ښودل شوی، چې د ډونالډ ټرمپ پلويانو د ولسمشريزو ټاکنو پر پايلې خوښ نه وو، خو حقیقت دا دی، چې دغه پېښه د امريکا په کور دننه د اوږدمهالو سختو مخالفتونو له امله رامنځته شوې او د دغه هېواد په سياسي قطب کې د لوی درز ښکارندويي کوي.
د يادو دوو غونډو زياتې ويډيوګانې او مهم اسناد خپاره شوي دي.
دغه ويډيوګانې، سندونه او شهادتونه د دې ښکارندويي کوي، چې امريکايي شکله ډيموکراسي د سياستوالو تر منځ د سيالۍ وسيله ګرځيدلې ده.
د امريکې د لويو ګوندونو ترمنځ سیالۍ د تېر کال د کيپيټل هيل کړکېچ د پلټنې له پيل د ګواهۍ اورېدلو غونډو پورې روانې وې.
د امريکا استازو مجلس چې د ډيموکرات ګوند پکې اکثريت دی، پلټنې پيل کړي او د ګواهۍ اوريدلو مالومات يې خپاري کړي او د جمهوري غوښتونکي ګوند د څارونکې کميټې پر غړو يې انتقاد کړی، چې د ګواهۍ اوريدلو غونډې له لارې يې تضادونه پټ ساتلي دي.
د امريکې د دوو ګوندونو ملاتړې خبري رسنۍ هم په دوو قطبونو کې پاتې وې، چې اوس د چا او کوم لوري مخه ونيسي.
د سي اېن اېن په شمول د ازادې ډلې خبري رسنيو يادو دوو غونډو ته په ژوندۍ بڼه پوښښ ورکړی او ژورې تبصرې يې پرې کړي، خو د محافظه کارې ډلې خبري رسنيو او فوکس ټلويزيون نه يوازې د ګواهي اوريدلو لومړۍ غونډه په ژوندې بڼه خپره نه کړه، بلکې هممهاله يې پر وړاندې د غونډې ضد پروګرامونه پېل کړل.
په امريکا کې روان کال پارلماني ټاکنې کيږي
د امريکا ډيموکرات ګوند او جمهوري غوښتونکی ګوند د ګواهۍ اوريدلو غونډو په هکله مختلفې رويې لري او هر ګوند هڅه کوي، چې پارلماني ټاکنو ته کمپاين وکړي.
په حقيقت کې په يادو غونډو کې بايد د کيپيټل هيل د کړکېچ تر شا حقيقتونه او رښتيا موندلي شوي وای، خو دواړه ګوندونه په خپلمنځي سیاليو بوخت دي او ډرامه يې پېل کړې ده.
داسې ښکاري، چې د امريکا د سياسي ډلو قطب ايز حالت ډېر سخت شوی او د دغه هېواد د خلکو نظريې هم یو له بل سره په ټکر کې واقع شوې دي.
د سي اېن اېن د تازه سروې ۴۵سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې ډونالډ ټرمپ د ياد کړکېچ مسئوليت پر غاړه لري، خو ۵۵ سلنه یې بيا په دې اند دي، چې ډونالډ ټرمپ ته د مسئوليت لږه ګوته نيول کيږي او په ټوله کې هغه ګرم نه دی.
د امريکا په ټولنو کې بېلا بېل تضادونه راپورته شوي، سیاستوال يې نه غواړي، چې ستونزې له بېخه حل کړي، خو د اقتصادي پرمختګ، د ډزو د کنټرول قانون په شمول د ځينو مسئلو په هکله په سياليو بوخت دي، چې له امله يې د امريکايانو ترمنځ تضادونه ورځ په ورځ زياتيږي.
ډيموکراسي يوازې شعار نه دی، بلکې سیاستوال يې بايد په عمل کې ثابته کړي او شته مسئلې حل کړي.
که امريکايي سياستوال په خپلې ډيموکراسۍ کې د کرونا وبا مخه نه شي نيولی، د پيسو پړسوب نه شي حل کولی، د ډزو پېښې نه شي کنټرولولی او د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلی، نو بیا داسې ډيموکراسۍ ته څه اړتيا ده؟
په ډيموکراسۍ کې باید د خلکو ستونزو ته پوره رسیده ګي وشي.
که د امريکا د دوو ګوندونو ترمنځ سيالي نور هم زور واخلي او کورنۍ مسئلې يې سختې شی، نو امريکايي شکله ډيموکراسي به له کړنګونو ګوزار شي.