د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له غزني تر کندهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزو غځونې پروژې چارې ۷۹ سلنه بشپړې شوې دي. د یاد شرکت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر دې مهاله د ۱۲۶۰ برېښنا پایو تهداب بشپړ شوی او د ۱۰۱۸پایو د تهداب ځایونه ډک کړل شوي دي. خبرپاڼه کاږي، د ۸۹۴ برښنا پایو ټولې چارې بشپړې شوي او د ۲۰کیلو مترو په واټن د برښنا مزی غځول شوی دی. د یاد شرکت په وینا، له غزني څخه کندهار ته د ۲۲۰کیلو ولټ برېښنا لیږد پروژې پر پاتې چارو په چټکۍ کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د غزني قرباغ، مقر، ګیلان ولسوالیو او دغه راز زابل او کندهار ولایتونو ته برېښنا ورکړل شي.