د امريکا د ګمرکونو او پولو ساتنې ادارې د جون په ۲۱مه نېټه د اويغور د تش په نوم د جبري کار د مخنيوي قانون پر بنسټ د چين د شينجيانګ ټول توليدات د “اجباري کار” په نوم ياد کړي او له شينجيانګ څخه يې د د ټولو توليداتو پر واردولو بنديز لګولی دی.
د شينجيانګ توليدات او خام مواد د نننۍ نړۍ ډېرو ځايونو ته صادريږي او نړيوال صنعتي ځنځير یې تر پوښښ لاندې راوستلی دی.
د شينجيانګ اويغور کارکوونکي د تصديو په توليد کې پراخه ونډه لري او د ښه ژوند لپاره يې هڅې کوي.
امريکا د شينجيانګ توليداتو د ايستلو په موخه د شینجيانګ پر ضد بې ځايه قانون جوړ کړی، خو په دغې کړنې به خپل ځان له نړيوال بازار څخه ګوښه کړي.
امريکا د شينجیانک پر ټولو محصولاتو بنديزونه لګولي، خو په حقيقت کې ځان له نړۍ څخه جلا کوي.
د تاریخ تيارو ته د ورګرځېدو او د نورو هېوادونو د لارو بندولو په اړه د امريکا کړنې به د واشګنټن په زیان تمامې شي.
(ژباړه شکريه )