کرنې وزارت وایي، سږکال به د فراه هندوانو حاصلات ۶۸۹ زره ټنو ته ورسېږي چې دا رقم د تېر کال په پرتله شپږ سلنه ډېروالی ښیي. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، سږکال به د فراه ولایت د هندوانو حاصلات تر ۷۸۹ زره او ۴۰۰ مټریک ټنو پورې ورسېږي. خبرپاڼه کاږي، روان کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۹ زره او ۱۵۰ هکتاره ځمکه باندې هندوانې کرل شوې دي چې حاصلات به یې د تېر کال په پرتله شپږ سلنه ډېر وي. په ورته وخت کې د فراه ولایت د کرنې رییس وایي، چې د یاد ولایت د هندوانو بازار لپاره یې مخکې له مخکې تدابیر نیولي دي څو سږکال د تېر هغه په څېر ضایعات ونلري.