د امريکا ولسمشر جوبايدن د جون په ۲۶ مه نېټه د ۷ شتمنو هېوادونو يا جي ۷ په سرمشریزه کې د نړیوالو زېربناوو د همکاريزو اړيکو وړانديز (PGII) اعلان کړی او ويلي یې دي، چې د جي ۷ هېوادونو سره به په ګډه له ۲۰۲۷م کال مخکې مخ پر ودې هېوادونو کې د ۶۰۰ ميليارډو ډالرو په لګښت زېربنايي پروژې پلې کړي او امريکا به د ياد لګښت ۲۰۰ ميليارډه ډالر پرغاړه واخلي.
ياد لګښت لويه پانګونه ده، خو په حقیقت کې د سیاسي فریب بوی ترې پورته کيږي.
که څه هم جوبايډن په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه دی ذکر کړی، خو د ملي امنيت په چارو کې د ده سلاکار جاک سوليوان په څرګندو ټکو ويلي، چې نوی وړانديز يې د چين د نوښت (( يو کمربند او يوې لارې)) ځای نيولی شي.
عامه افکار په دې اند دي، چې امریکا ياد وړانديز د چين د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز ته په ځواب کې کړی، خو دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا د چين د ياد وړانديز پر وړاندې دريږي، بلکې بیا بیا یې هڅې کړي، چې د يو کمربند او يوې لارې پروژه شنډه کړي.
د جي ۷ د تېرکال په سرمشريزه کې د B3W وړانديز وکړ او ويلي يې وو، چ مخ پر ودې هېوادونو کې به د څلور ټريليونو ډالرو په لګښت زېربنايي پروژې پلې کړي.
جوبايډن هغه مهال ويلي وو، چې دغه پلان يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د بېلابېلو هېوادونو اړتياوې پوره کولی شي.
دغه وړانديز د امريکا په کور دننه د ګوندونو د سيالۍ له کبله نږدې لغوه شوی و، خو بیا هم پاتې شو او تر اوسه یې يوازې د ۶ ميليونو ډالرو پانګونه کړې ده.
د جي ۷ هېوادونو B3W وړانديز او هم PGII وړانديز پاک نه دي، ځکه امريکايي سياستوال د زېربناوو د جوړولو په پلمه د يوه کمربند او يوې لارې د تخريب هڅې کوي. دوی د چين له زياتېدونکو ملګرو سره کينه کوي، خو د مخنيوي توان يې نه لري او په پرله پسې توګه هڅې کوي، چې ملګري جذب کړي او د همدې له لارې غواړي، خپلې کمزورۍ او اندېښنې پټې کړي.
د پيسو سرچېنه تر ټولو مهمه چاره ده
جوبايدن وايي، چې حکومت به يې په راتلونکو ۵ کلونو کې له ډونرانو، فېډرالي صندوقونو او شخصي پانګوالو څخه ۲۰۰ ميليارډه ډالره راټول کړي او د دې ترڅنګ به له څواړخيزو بانکونو، پولي ارګانونو او نورو صندوقونو څخه سلګونه ميليارډه ډالره اضافي پانګې راټولې کړي.
د فرانسې اې اېف پي خبري اژانس د بايډن د يادو څرګندونو په تړاو يوه څېړنيزه ليکنه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د دغه پلان لګښت په عمده توګه شخصي پانګوال ورکوي، نو ځکه عملي کول يې هم نه تضمينيږي. له بلې خوا د امریکا په دننه کې سياسي جنجالونه، د زېربنايي پروژو ځنډ او پر وړاندې يې خنډونه او د جي ۷ هېوادونو د پيسو لوړ پړسوب يا انفلانسيون ښايي د PGII د بې کاره کېدو سبب وګرځي.
د نړۍ له ۱۰۰ زياتو هېوادونو د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ تړونونه لاسليک کړي دي. د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز لوی خيالي پلان نه، بلکې دا د چين د هغې صميمي هيلې پر اساس نوښت شوی، چې له نړۍ سره د پرمختګ د فرصتونو شريک کول غواړي او چیني تصديو په تېرو لسګونو کلونو کې ډېر پرمختګونه کړي او د دې توان لري، د ياد وړانديز په لويو پروژو کې پراخې پانګونې وکړي.
د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز په تېرو نهو کلونو کې د اړوندو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې دي
نړيوال بانک په يوې وړاندوينې کې ويلي، که د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د ترافيکي زېربناوو ټولې پروژې بشپړې شي، نو له ۲۰۳۰م کال وروسته به هر کال نړۍ ته ۱۶۰۰ ميليارډه ډالره ګټې ورسوي او دغه ګټې به د نړۍ په جي ډي پي کې ٪۱.۳ ونیسي، ۹۰٪ ګټې به يې د دې وړانديز ملګرو هېوادونو ته ورسيږي او ټيټ او منځني عايد لرونکي هېوادونه به تر نورو زياتې ګټې ترلاسه کړي.
نړيوال بانک په دغې وړاندوينې کې ويلي، چې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز به له ۲۰۱۵م کال تر ۲۰۳۰م کال پورې په ټولې نړۍ کې ۷ ميليونه او ۶۰۰ زره کسان له شديدې بېوزلۍ څخه او ۳۲ میليونه نور به د منځنۍ کچې بېوزلۍ څخه اوباسي.
د امريکا فورېن افېرس مجلې په يوې لېکنې کې ويلي، چې د امريکا د پاليسيو جوړونکي ډېرې هڅې کوي، چې د يوه کمربند او يوې لارې مخه ونيسي. مخ پر ودې هېوادونه د زېربناوو د جوړولو په برخه کې ډېرو پيسو ته اړتيا لري، که امريکا په رښتيا له دوی سره مرسته کول غواړي، نو دا به ډېره ښه وي، خو حقیقت دا دی، چې امريکا نور هېوادونه له ستونزو نه راپورته کوي، یوازې پارټ بازي کوي او څوک يووالي او اتحاد ته نه پرېږدي.