د افغانستان په جنوب ختيځو سيمو کې د زلزلې له امله څه باندې ۱۵۰۰ تنه ووژل شول او ۲۰۰۰ تنه نور ټپيان شول. دا په دغه هېواد کې په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو سخته زلزله وه، چې زيات کسان پکې ووژل شول.
افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مقابلې ښه تجهيزات او تخنيکونه نه لري او طبي شرایط يې هم کمزوري دي، نو اټکل کيږي، چې د يادې زلزلې د مړو په شمېر کې زياتوالی راشي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي څو ځلې له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د چین حکومت د افغانستان د جنوب ختيځو سيمو د زلزلې خبر تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې د ۵۰ میلیونو یوانو په ارزښت د بشردوستۍ مرستندویه توکي زلزله ځپلو افغانانو ته وليږدوي.
د چين حکومت د مرستندويه توکو دوې جوپې په دې وروستیو ورځو کې پلازمېنې کابل ته ورسولې او د افغانستان سرپرست حکومت ته يې وسپارلې.
د چين په دغو مرستو کې د خیمو، بسترو او کمپلو په شمول خوراکي توکي شامل دي.
د پاکستان، هند، اروپايي ټولنې او روغتیا نړیوال سازمان په شمول ډېرو هېوادونو او نړیوالو موسئسو له افغانستان سره د مرستو اعلان کړی دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د جون په ۲۳مه نېټه پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې امریکا د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره همدردي څرګندوي او خېريه بسنټونو سره به همکارۍ وکړي، چې افغانستان ته طبي ډلې ولیږي.
د انټوني بلینکن ياد ټوېټ ته یو کمينټ چې وايي: امریکا باید لومړی افغانانو ته کنګل شوي شتمنۍ ازادي او بېرته ورکړي، څه باندې ۷ زره لیکونه تر لاسه کړي دي، ډېر کمنټونه وايي، چې دغه ځواب ښه دی، ورسره موافقه لري.
امريکې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد په پلمه دوه لسيزې جنګ وکړ، خو د تېر ۲۰۲۱م کال په اګست کې يې خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده ناڅاپي وباسل او درديدلی افغانستان يې يوازې پرېښود، برعکس یې د افغانستان شاوخوا ۹ میليارډه ډالر کنګل کړل.
انټوني بلینکن د جون په ۲۸مه نېټه بیا اعلان وکړ، چې د افغانستان له زلزله ځپلو کسانو سره به د ۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي.
د ټولو افغانانو لپاره مهمه دا ده، چې امريکا د افغانستان کنګلې شتمنۍ ازادې کړي او بې له دې د امريکې همدردۍ او مرستې ته ارزښت نه ورکوي.