د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه د ټولو افغانانو ټولنیزه دنده ده او باید ټول په ګډه د دې وژونکي ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. نوموړي نن د یو ویډیویي پیغام له لاري ویلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې خپل اوج ته رسېدلې دي او په خبره یې، له بده مرغه چې هېوادوالو او ان یو شمېر مخورو شخصیتونو هم دا ناروغي بابېزه ګڼلې ده او خلک یې غونډو ته رابللي دي. صالح زیاته کړې، ډېری خلک قرنطین هم نه مراعاتوي خو د ده په وینا په ډله ییزه توګه د وژل کېدو او په کور کې له کېناستو باید یوه لاره یې غوره کړل شي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، دوی په روان وضعیت کې پر اقتصادي پروګرامونو کار پیل کړی دی او تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کار په بدل کې د پیسو او خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شي. نوموړي یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی دی چې کرونا جدي وګڼي او روغتیایي سپارښتنې په سمه توګه عملي کړي.