د روسیې له لوري بشردوستانه روغتیایي مرستې نن سهار افغانستان ته رارسېدلې دي. له بهرنیو چارو وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا مرستې نن سهار د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب او په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژرنوف په حضور کې، د افغانستان روغتیا وزارت ته سپارل شوې دي. خبرپاڼه کاږي، میرویس ناب په روانو سختو شرایطو کې د روسیې هېواد د مرستو مننه کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې د روسیې سفیر هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.