په سمنګان ولایت کې یو باغ لرونکي د ګیلاس میوې له یو جریب باغ څخه دوه سوه زره افغانۍ عاید لاسته راوړي دي. محمد بشیر چې د سمنګان د مرکز د جوی ژوندون کلي اوسېدونکی دی وایي، سږکال یې د تېر هغه په پرتله د ګیلاس میوې حاصلات پام وړ زیات وو. د هغه په خبره، له مودو راهیسې په بزګرۍ بوخت دی خو په خبره یې د کرنې وزارت په مرسته یې څلور کاله مخکې په یو جریب ځمکه کې د ګیلاس ونې وکرلې چې له هغه وروسته یې اقتصادي وضعیت هم ښه شوی دی. د نوموړي په وینا پروسږ یې هم د باغ حاصلات ښه وو خو سږ یې باور نه کېده چې له خپل باغ څخه به ۲۰۰ زره افغانۍ عاید لاسته راوړي. بلخوا کرنې وزارت وایي، دوی تر اوسه په سمنګان ولایت کې د پنځه سوه په شاوخوا کې د ګیلاس میوې باغونه جوړ کړي دي.