په شمالي وزیرستان کې یو شمېر سوداګرو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. دوی نن او پرون په شمالي وزیرستان کې اعتراضونه کړي دي او وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د پولې دې غاړې ته په لسګونو موټر او تجارتي توکي بند پاتې دي. پاکستاني حکومت د تېرې مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه دا لار د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه تړلې ده. په ورته وخت کې د چمن او تورخم لارې هم تړل شوې وې او بېرته پرانیستل شوې خو د شمالي وزیرستان غلام خان بندر او جنوبي وزیرستان کې انګور اډې لارې لا هم تړلې پاتې دي. سوداګر وایي، د همدې دوو لارو بندېدو له امله یې کارونه په ټپه ولاړ دي. پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.