په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر کابل ښاریانو شکایت کړی او وایي چې له قرنطین او وزګارتیا سره سره، په تېرو دوو میاشتو کې په ستر توپیر سره د پخوا په پرتله د برېښنا بېلونو کې ورته لګښت زیات لیکل شوی دی.
دوی برېښنا شرکت په فساد تورنوي او وایی چې دغه شرکت خپلو پېرودونکو ته قانع کوونکی ځواب نه لري، له دولتي ادارو او زورواکو خپل پورونه نه شي اخیستی او په بېچاره ولس د فشار له لارې د وارداتي برېښنا لګښتونه پوره کوي.
ګڼ شمېر کابل ښاریانو پر ټولنیزو شبکو د خپلو بېلونو عکسونه خپاره کړي او ادعا کوي چې د پخوا په پرتله په تېرو دوو میاشتو کې ورته د برېښنا بېلونه تر هغه زیات لیکل شوي چې دوی مصرف کړې ده. د کابل ښار یوه اوسېدونکي یارجوان لیکلي: «پخوا به زموږ د برېښنا لګښت د اته سوو افغانیو په شاوخوا کې راتلو، خو دا ځل سره له دې چې زیاته ګټه یې هم نه ده ترې اخیستې، یو نیم زر افغانۍ راغلی دی». دی وایي، مېتر لوستونکی هم له دقت څخه کار نه اخلي او په خبره یې، ډېری وختونه د برېښنا شرکت کارکوونکي د اټکل له مخې کیلو واټونه لیکي.
عبدالمصور سمیر هم لیکي: «دا ځل مو د برېښنا بېل دوه برابره زیات راغلی دی، برېښنا شرکت باید میاشت په میاشت مېتر خواني وکړي، څو خلکو ته برېښنا ارزانه پرېوځي». نوموړی زیاتوي، برېښنا شرکت له حکومتي ادارو او نورو زورواکو خپل پور نه شي اخیستی، نو اسانه لار یې دا ده چې زور یې له عامو خلکو وباسي او بېلونه ورته دوه برابره کړي.
دغه راز د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي روح الله هڅاند پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «مخکې له دې به مو د برېښنا لګښت د یو نیم زرو افغانۍ په شاوخوا کې راتلو، خو دا ځل څلور نیم زره افغانۍ راغلی دی». اصف صفا لیکلي، چې دوی په خپل جومات کې یوازې درې ګروپونه بند کړي، چې په هره دوره کې یې شاوخوا ۱۵۰ افغانۍ لګښت راتلو، خو دا ځل ورته ۶۸۵۰ افغانۍ بېل راغلی دی.
د خلکو دغه شکایتونه داسې مهال دي چې برېښنا شرکت تازه اعلان کړی، چې د قرنطین په موده کې په کابل ښار کې د هغو کورنیو د یوې دورې لګښت معاف کېږي، چې تر زرو افغانۍ پورې لګښت یې کړی وي. اوس ځینې کابل ښاریان ادعا کوي، چې برېښنا شرکت په لوی لاس بېلونه لوړ حساب کړي، څو یو زیات شمېر کسان له دې کټګورۍ ووځي او لګښت یې معاف نه شي، خو د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له مسیر ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه ادعا رد کړه. نوموړی وایي، هغه کورنۍ چې تر زر افغانیو پورې برېښنا یې مصرف کړې، لګښت یې معاف کېږي نه، بلکې د بیړنۍ کمېټې لخوا برېښنا شرکت ته ورکول کېږي. دی وایي، که څوک د یوې افغانۍ برېښنا هم مصرف کړي اړ دي چې برېښنا شرکت ته یې پیسې ورکړي.
توحیدي د تېرې دورې د بېلونو د زیاتوالي په اړه وایي، چې سږ ژمی او له ژمي وروسته شپې او ورځې یخې وې، ښکاره خبره ده چې په یخنۍ کې خلک زیاته برېښنا کاروي، نو کېدای شي اصلي لامل یې همدا وي. نوموړی د مېتر ثبتولو په برخه کې د برېښنا شرکت د کارکوونکو تېروتنې هم مني او وایي، چې ځینې وخت د دوی ساحوي همکارانو د کار د زیاتوالي او تېروتنې له کبله دغه ډول ستونزې رامنځ ته کېږي. توحیدي وویل، کوم کسان چې له دې ډول ستونزې سره مخ شوي، مرکزي دفتر دې ورشي او خپله ستونزه دې ور سره شریکه کړي. د برېښنا شرکت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې د زورواکو زور له خوار او غریب ایستل کېږي، وویل، هر پېرودونکی مکلف دی چې یوازې د خپل لګښت اړوند پیسې ورکړي او په خبره یې هېچاته تر لګښت زیاتې پیسې نه حسابېږي.