د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د دغه ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د الکو په خبره، د هلمند د کرنې ریاست په همکارۍ د دغه ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي، چې د زرګونو کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیات شوې دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي، چې په دغه ولایت کې به سږ کال ۲۴.۵ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۷.۵ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې چې ورسره سم د ډېریو کسانو اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي.