تېر ماښام د کابل په نږدې تر ټولو امن سیمه وزیر اکبر خان جامع جومات کې چاودنه وشوه. دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې لمونځ کوونکي د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته له دغه جومات څخه د راوتلو په حال کې وو. د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه برید کې د یاد جومات د ملا امام مولوي محمد ایاز نیازي په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند طارق آرین وویل چې دغه چاودنه په جومات کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توګه له کبله رامنځته شوې ده. نوموړي دغه راز وویل چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي له چاودنې وړاندې خنثی کړي هم دي. که څه هم د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو طالباتو په دې چاودنه لاس رد کړي دي. په ورته وخت کې دغې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د اوسني ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون؛ اکثریت سیاستوالو، مشرانو، چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه پېښه غندلې او خواشیني یې پرې څرګنده کړې او دا برید یې د اسلام او سولې د دښمنانو کار بللی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې جمهور رييس مسوولینو ته د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه. دغه راز د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر ډاکتر ایاز نیازي او نورو لمونځ کوونکو برید د هېواد د سولې او ازادۍ د دوښمنانو کار دی چې غواړي په دغه ډول بریدونو سره د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر علماوو، جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو په ډېر وحشت سره بریدونه او چاودنې کېږي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي، خو له بده مرغه حکومت نه یوازې دا چې د دغه ډول پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی، بلکې پر دې نه دی توانېدلی چې د دا ډول پېښو عاملین ونیسي، افشا یې کړي، محاکمه یې کړي او ولس ته په ډاګه کړي چې دا بریدونه د چا او کومو کړیو کار دی.
د کابل تر ټولو امن سیمې وزیر اکبرخان جومات ته د چاودېدونکو توکو وړلو او هلته ځای پرځای کېدو ګڼې پوښتنې راپورته کړي چې حکومت او مسوول چارواکي یې باید په اړه ځواب ووایي. دا واضح ده چې دغه ډول بریدونه په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د سولې لپاره تر یوې کچې د باور فضا رامنځته شوې، د پردیو استخباراتي شبکو او د سولې او اسلام د دوښمنو کړیو کار دی، خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې بیا بیا د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راځي او خپل مسوولیت یوازې د خواشینۍ په څرګندولو او د پېښې د پلټنې په پلمه د پلاوي په ټاکلو سره له خپلو اوږو لرې کوي؟!
ولس نور د حکومت د ناغېړیو او دغه ډول پېښو د زغم توان نه لري، دوی نه یوازې دا چې د دغه ډول بریدونو د عاملینو او جنایتکارو د نیول او علني محاکمه غواړي، بلکې حکومت او مسوول چارواکي باید ژر تر ژره لاس پر کار شي او په راتلونکي کې د دغه ډول جنایتکارو، اسلامیت، بشریت او افغانیت ضد کړیو د وحشتونو مخه ونیسي.