ګارډین ورځپاڼې په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې ډېرېدونکو بې کیفیته انرژیو او مشروباتو د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. د سرچینې په خبره، په دغه هېواد کې له مصنوعي انرژیو سره د ماشومانو، ځوانانو او امیندوارو ښځو ورځ تر بلې ډېرېدونکی مصرف به د یاد هېواد خلکو ته ناوړه پایلې ولري. سرچینې ویلي چې یاد مشروبات په خپل ترکیب کې د کافین او تیورین په نوم په زیاته پیمانه داسې مواد لري، چې روغتیا ته ډېر زیان رسوي. د ګارډین په خبره، په ډېریو هېوادونو کې د یادو مشروباتو پر مصرف بندیزونه لګېدلي، خو په افغانستان کې لاهم ورته په بېلابېلو بڼو پراخ تبلیغات روان دي، چې تر ډېره یې د خلکو پام ور اړولی دی.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکوي چې که د دا ډول مشروباتو مخه ونه نیول شي، ناوړه پایلې به ولري. د یاد سازمان په خبره، دغه ډول مشروبات انسانان، په ځانګړې توګه ځوانان له ډول ډول روغتیایي ستونزو سره مخ کوي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت د تغذیې د برخې عمومي مشره ډاکتر مرسل مناتي هم په بازارونو کې د دغه ډول بې کیفیته مشروباتو پر پلور اندېښنه څرګندوي. نوموړې له حکومته غواړي چې د دغو مشروباتو د مخنیوي لپاره دې ژر تر ژر لاس پر کار شي.
مناتي دغه راز وایي، چې یاد مشروبات انسان په ډول ډول ناروغیو؛ لکه، سرطان ،اظطراب، د خوب کموالی، چاغوالی، د معدې درد، د زړه او غاښونو پر ناروغیو اخته کوي.