د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو مرحله ژر پیلېدونکې ده. ټاکل شوې چې د دې مرحلې په پای کې د دواړو اړخونو له لوري د سولې هوکړه لیک هم په رسمي ډول لاسلیک شي. امریکايي چارواکي مني چې توافقات شوي او ژر به تاوتریخوالی کم شي. له دې سره هممهاله د ارګ واکمن او د دوی ملګري لا هم د جګړې د دوام لپاره نه یوازې لابې کوي، بلکې د سولې پر وړاندې عملي خنډونه هم جوړوي. د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې نه یوازې اشرف غني د طالبانو پر ضد توندې، تېزې او له تورونو ډکې خبرې کړې دي، بلکې امرالله صالح یې هم ورسره مونیخ ته بیولی چې هلته د سولې ضد پروپاګڼدا پر مخ یوسي.
دا داسې ورځې دي چې د جګړې ټول ښکېل لوري باید نرمه، خوږه او سوله ییزه ژبه وکاروي، خو د دې هر څه خلاف اشرف غني او ملګري یې لا هم د جګړې په موډ کې دي. په مونیخ کې د ولسمشر غني ځینې خبرې په رښتیا هم چې له یوه اړخه د سولې ضد او د جګړې له بویه ډکې دي، له بله اړخه شرموونکې دي چې پکې سپک او لوېدلي الفاظ کارول شوي دي. دا سمه ده چې د جګړې او وحشت دا پروپاګڼډا به لا هم د امریکايي سناتور روهراباکر په شان افغان دښمنه او د افغانستان د تجزیې غوښتونکي مینه وال ولري، خو پر افغان ولس سربېره، ډېری امریکايان او نور خلک هم د سولې، پخلاینې او جوړجاړي پلویان دي. هغوی؛ چې اشرف غني، د هغه پر شاوخوا را ټولو له غرب څخه راغلو څو ځوانانو او د جګړې پلویانو ته یې د دې ډول خبرو او دریځ نیولو ماموریت ورکړی، تر پایه به یې ملاتړ ونه کړي. د سولې او جوړجاړي معامله د امریکايي ګټو لپاره ده، نو څه چې اشرف غني یې کوي، ښايي د لنډ وخت لپاره د هغه د ګومارونکو له ګټو سره مرسته وکړي، خو ژر به یې تر پښو لاندې ځمکه ښویېږي او هغه به د افغان ولس حساب او د تاریخ قضاوت ته پاتې کېږي.
اشرف غني باید پوه شي چې هغه نهه لکه اصلي او جعلي کسان به هم ترې بېلیږي چې ده ته یې رایه ورکړې. دا نهه لکه شمېره هم یا جعل دی او یا هم د سلګونو میلیونو ډالرو د لګولو او پراخو تبلیغاتو پایله ده چې له سولې سره په مخالفت کې به دا ملاتړ هم ور پاتې نه شي. د اشرف غني ستره تکیه چې امریکايي اړخ و، اوس نور د تکیې کار نه ورکوي او له ولس سره خو د اشرف غني اړیکه هسې هم له پخوا پرې شوې ده. یوازې نهه لکه اصلي او جعلي ملاتړي چې ور پاتې وو، هغه به هم ترې جلا کېږي. غني او څو جګړه خوښه ملګري به یې یوازې پاتې کېږي. له همدې امله پکار ده چې نور د پردیو ماموریتونو د پر مخ وړلو پر ځای د خلکو په څنګ کې ودریږي. له دې پرته به د هغو واکمنو له برخلیک سره مخ کېږي چې خپل ولس ته یې د ده په شان مرګ ډالۍ کاوه او د جګړې او وحشت د دوام هڅې یې کولې.