له قطر او اسلام اباد وروسته به خلیلزاد په کابل کې له چارواکو سره د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل خبرې کوي. ټاکل شوې چې دا ځل به خلیلزاد له حکومت څخه جدي وغواړي چې تر پنځو زرو طالب بندیان ژر خوشي کړي، د مصالحې شورا تکمیل کړي او د خبرو لپاره خپل پلاوی ژر تر ژره تیار کړي. تر دې وړاندې خلیلزاد په قطر کې له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی لا زیات کم کړي او بین الافغاني خبرو ته تیار شي.
ټاکل شوې وه چې د جون په ۱۵مه بین الافغاني خبرې پیل شي، خو ځیني ستونزې د دې سبب شوې چې دا خبرې وځنډېږي. د طالبانو له خوا په ټینګار سره ویل کېدل چې د دوی پنځه زره بندیان باید خوشي شي او په ټاکل شوي پلاوي کې بدلون راشي. حکومت بیا بندیان نه خوشې کول، د مصالحې عالي شورا همداسې نیمګړې ده او د دې ترڅنګ په حکومت کې د سولې په تړاو واحد دریځ نشته، چې دا ډول د بین الافغاني خبرو د پيل په برخه کې د ستونزو سبب شوي دي. که څه هم خلیلزاد به هڅه وکړي چې ټول اړخونه په همدې جون میاشت کې خبرو ته حاضر کړي، خو بیا هم ستونزې شته. د طالبانو له اړخه ستونزې پر خپل ځای، خو په حکومت کې دریځونه داسې دي چې که خبرې پیل هم شي، له ستونزو سره به مخ وي. حکومت خبرو ته پلاوی لېږي، خو د پرېکړې صلاحیت نه ورکوي. کله چې مذاکره کوونکی پلاوی د پرېکړې صلاحیت ونه لري، نو دا چاره په طبیعي ډول د ستونزې سبب کېږي، خبرې به له لانجو سره مخ وي او پایله به یې ورکه وي. د سولې په برخه کې په حکومت کې د تصمیم نیولو میکانیزم هم لا پېچلی شوی دی. د سولې چاره به د مصالحې عالي شورا مخ ته وړي او ټول کارونه به دا شورا کوي، خو سر له اوسه د مصالحې شورا پر ځای تر ډېره پکې ارګ او امنیت شورا مهم ګڼل کېږي. په دې ډول به کاري تداخل وي او دا چاره د خپلمنځي ستونزو سبب ګرځي. له بله اړخه که د مصالحې عالي شورا د سولې په تړاو کومه پرېکړه کوي، دا پرېکړه به بیا هم هغه مهال نهايي وي چې ولسمشر یې ومني. د سولې په اړه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له پخوا څخه متفاوت دریځونه وو. داسې ښکاري چې له دې وروسته به هم د دریځونو دا تفاوت او اختلاف وي. په دې ډول د سولې په تړاو د پرېکړې له ستونزو او لانجو ډکې وي او دا چاره به د بین الافغاني خبرو د پیل او بیا بریا په برخه کې خنډونه جوړوي.
له بده مرغه ښکېل لوري له خپله اړخه کوم نوښت او سوله ییز تحرک نه کوي. دوی د دې پر ځای چې خپله ګام واخلي، د خلیلزاد او امریکایانو اوامرو او هدایاتو ته په تمه دي. دا چاره د دې سبب شوې چې هر څه د امریکا په لاس کې وي، جګړه وغځېږي او د بین الافغاني خبرو د پیل او بریا په برخه کې ستونزې او خنډونه زیات شي.