د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره کتلي دي. ارګ یوازې دومره ویلي چې د سولې پروسه، له دې پروسې د پاکستان ملاتړ او د یو بل پر ضد د دغو هېوادونو د خاورو نه استعمال د بحث موضوعات وو. جنرال باجوه له هغه وروسته کابل ته راځي چې په اسلام اباد کې یې د افغان سولې په تړاو د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.
د باجوه د سفر موخه څه ده او پاکستان په روانه لوبه کې چېرته دی؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو او بیا هوکړه کې د پاکستان رول کلیدي دی. کله چې موږ د پاکستان خبره کوو، مطلب مو د پاکستان پوځ او استخبارات دي، ځکه هلته ملکي حکومت په لویو چارو کې کوم رول نه لري. د سولې د خبرو له پیل سره پاکستان ته له امریکايي اړخه پرله پسې پټ او ښکاره امتیازات ورکړل شول. ځیني امتیازات مستقیم وو، لکه امریکا خپلې بندې شوې مرستې بېرته ور پرانیستې، خو ځیني امتیازات یې د اماراتو او سعودي په وسیله ورکړل او یا یې هم پاکستان ته اجازه ورکړه چې پر ډیورنډ کرښه لا زیات تاسیسات جوړ کړي او آن د اغزن سیم او نورو تاسیساتو لګښت هم امریکا ورکړ. پاکستان بیا پر طالبانو پوره فشار راوړ او له امریکا سره یې هوکړې ته حاضر کړل. ملا برادر یې له بنده خوشې کړ، د قطر دفتر ټول نوي غړي د پاکستان له هوايي ډګرونو قطر ته ولاړل. دا سمه ده چې دغو کسانو ته افغاني پاسپورټونه ورکړل شوي وو، خو قطر ته یې تګ د پاکستان له هوايي ډګرونو څخه و. د خبرو په جریان کې هم پر طالبانو فشارونه وو او آن کله کله به یې ځیني مشران په پاکستان کې د حکومت له خوا ونیول شول. دغو فشارونو له امریکا سره مرسته وکړه او طالبان یې د ځینو مهمو شرطونو منلو ته اړ کړل.
اوس چې امریکا له پاکستان څخه نوره مرسته هم غواړي، پاکستان غواړي چې په بدل کې یې د اشرف غني حکومت هم امتیازات ورکړي. که څه هم ځیني امتیازات له وړاندې پاکستان ته ورکړل شوي، مثلاً د پاکستاني طالبانو مشر ووژل شو او ارګ وویل چې دا کار د دوی په مرسته شوی، د پاکستاني طالبانو بندي مشر پاکستان ته ژوندی وسپارل شو، قبایلي سیمې په رسمي ډول د پاکستاني حکومت برخه شوې، پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم او تاسیسات جوړل شول او د دې تر څنګ ځیني نور مهم امتیازات هم پاکستان ته ورکړل شوي، خو دا ځل پاکستان تر دې هم زیات غواړي. له همدې امله جنرال باجوه کابل ته راغلی او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ورسیږي.
له بده مرغه زموږ حکومت او طالبان دواړه له یو بل سره په دښمنۍ کې دومره وړاندې تللي چې ګټه یې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته رسیږي. که نه، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د لوی درستیز خبرو او مرستې ته څه اړتیا وه؟ که دواړو لورو سم دریځ لرلی، نو ارګ باید کابل ته د دغه سفر اجازه نه وی ورکړې او طالبانو هم باید ویلي وی چې دوی خپله پرېکړه کوي او له جنرال باجوه سره هر ډول معامله او خبرې به د دوی په دریځ هېڅ اغېز ونه کړي. اوس له بده مرغه نه طالبان داسې څه وايي او نه هم ارګ مناسب دریځ نیسي.