له څه د پاسه څلورو لسیزو وروسته، اوس افغانستان د شنې او سرې کرښې (سولې او جنګ) تر منځ پر پوله ولاړ دی او راتلونکې دوه اونۍ به یا شنې ساحې ته وځي او یا به د شدیدې جګړې نوی پړاو پیلېږي.
د اسیا په زړه کې پروت افغانستان، د سترو قدرتونو د سیالیو او نیابتونو پر ډګر بدل شوی هېواد، له اسکندر مقدوني رانیولې بیا د امریکا او د هغې د متحدینو (ناټو) تر پوځي یرغله، دا دوه زره کاله کیږي چې په پرله پسې ډول د بهرنیو هېوادونو لپاره د جګړو او مانورو پر ډګر بدل شوی. هر یو پخپل وار او ځینې یې څو څو واره په برم او غرور دې خاورې ته ننوتلي او د تیارې مړۍ فکر یې کړی، خو له انساني او مالي لحاظه له سختو ګوزارونو وروسته بېرته وتلو ته اړ شوي. یرغل کوونکو له وتلو وروسته یا زیان کړی یا یې بېرته ځانونه جوړ کړي او یا یې له لا ډېرې بربادۍ مخنیوی کړی، خو تر ټولو ډېر زیان یې چې لیدلی، هغه همدا جغرافیه او په دې جغرافیه کې مېشت انسانان وو او دي.
ډېری په دې نظر دي چې امریکا یو زبرځواک او پیاوړی هېواد دی او افغانستان ته راتګ یې ګویا د لا څو لسیزو لپاره دی او دلته به د لا ډېرو نورو کلونو لپاره پاتې کیږي. دا پر واقعیتونو ولاړ فکر نه دی او نه هم د اتلس کلنې جګړې د ژورې مطالعې او رسوا کېدونکو مسایلو تصویر له ځان سره لري. د دغې خبرې د اثبات لپاره لوستونکو ته بلنه ورکول کیږي چې د “Afghanistan Papers” هغه افشاګري یو ځل بیا په دقت ولولي چې په دې وروستیو کې د امریکايي رسنیو له لارې د واشنګټن د مخفي او کره اسنادو په وړاندې کولو سره خپرې شوې او د افغانستان له اتلس کلنې جګړې او په دې جګړه کې د امریکا له سیاسي او پوځي تېروتنو یې پرده پورته کړه. واشنګټن پوسټ نشریې په دې هکله د کره اسنادو، د وخت د موظفو سیاسي او نظامي مسوولینو او نورو شواهدو په وړاندې کولو سره مطلب پر دې خلاصه کړی چې “هغه محرم دولتي اسناد چې واشنګټن پوسټ ته په لاس ورغلي، په تېرو اتلسو کلونو کې امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې په هکله درواغ ویلي. هغوی پوهېدل چې ټولې څرګندونې یې چې په دې اړه یې خپل ولس او نړۍ ته کړې، حقیقت نه لري او هغه د نه باور وړ اسناد یې هم پټ ساتلي وو چې روښانه کوي په افغانستان کې جګړه د ګټلو وړ نه ده.”
په ډېرو لیکنو او مرکو کې پخوانیو امریکايي چارواکو اعتراف کړی چې دوی په لومړیو کې (۲۰۰۱ – ۲۰۰۶ ز کال) فکر نه کاوه چې د افغانستان جګړه به دومره اوږدیږي. د دوی د ټولو خبرو لنډیز دا کېدلی شي چې اعتراف کوي افغانستان ورته د سریښو پر ډنډ بدل شو او په اصطلاح، د ترهګرۍ ضد جګړه یې کله د ملت جوړونې، کله د ډيموکراسۍ د دودولو او کله په افغانستان کې د مرکزي حکومت جوړولو په نومونو په ډېرو ابهاماتو کې ډوبه شوه او د هرې ورځې په تېرېدو یې هم لګښتونه زیات شول او هم تلفات.
ټرمپ تر دوو کلونو جدي څېړنو او ارزونو وروسته، بالاخره د یو داسې شخص په توګه چې ټول ژوند یې د ګټې او زیان په جاج اخیستو تېر کړی، د افغانستان جګړه د هېنري کېسېنجر د همدې وصیت له مخې چې “د جګړې په ډګر کې د بریا نه تر لاسه کولو په صورت کې له مطلقې ناکامۍ د تېښتې یوازینۍ لار مذاکرات دي” له طالبانو سره د مذاکراتو ور پرانیست او دا دی اوس یې د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره مل امریکايي ټیم په مشرۍ له دغې ډلې سره توافق وروستی کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې یې د لاسلیک کولو تابیاوې نیول کیږي. د معلوماتو پر اساس، د دغې هوکړې په لاسلیک کېدو سره به په لومړي ګام کې تر ۵۰۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستانه وځي او تر راتلونکو دوو کلونو به “په مشروط ډول” خپل پاتې نور شاوخوا ۸۶۰۰ سرتېري هم په خپلو چټکو الوتکو له دغې خونړۍ جغرافیې وباسي.
په همدې شاوخوا دوو اونیو کې به د “تاوتریخوالي کمولو اووه ورځنۍ هوکړه عملي کیږي او د وتونکو امریکايي سرتېرو په شمېر طالب زندانیان بیا د افغانستان او امریکا له زندانونو خوشې کیږي. دغه لړۍ به د وضعیت او په توافق لیک کې د راغلو مواردو په پام کې نیولو سره یو په بل پسې عملي کیږي او د طالب سرچینو په حواله، احتمالاً په دوو کلونو کې به بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وځي. د دوی د استخباراتي حضور مسئله پېچلې او خورا محتاطانه ده چې د یو سفارت په کچه به وي که تر دې پورته؟ دا به وخت روښانه کړي.
په همدې اونیو کې به که چېرې د اوو ورځو د جګړې توقف “Truce Agreement” په بریالیتوب سره عملي شي، د دواړو لورو (طالب- امریکا) تر منځ نهايي شوې هوکړه یا معامله لاسلیک کېږي. ورپسې به د بین الافغاني ناستو ځای او نېټه مشخصه کیږي او دغه بهیر به تر کابو یوې میاشتې په رسمي ډول پیلېږي او په دریو پړاونو (مفاهمه، مذاکره او مصالحې په بڼو) کې به تر یوې اوږدې مودې دوام پیدا کوي. ژر به د کابل بدل شوی دریځ روښانه او د سیاسیونو او حکومت ګډ پلاوی مشخص شي. د غني د ټيم لهجه به یو ډول او عمل به یې بل ډول وي (تند او شدید الفاظ او د پروسې له روحیې سره برابر عمل) چې پر دې مونیخ کې تازه توافق شوی دی.
دا دوې اونۍ چې له پورته یادو شویو مواردو ځینې مهم به یې پکې عملي بڼه پیدا کوي، هغه مسیر ته لار پرانیزي چېرې چې د امریکایانو بار نور هم کمیږي او د افغان اړخونو او کړیو مسوولیتونه نور هم زیاتیږي. تر دې وروسته، د امریکا کار نظارت او په اسانچارۍ کې مستقیمه او غیر مستقیمه همکاري ده او لومړیتوب به یې دا وي چې دا چارې په ښه توګه مدیریت شي، ځکه هم د ټرمپ کمپاین ته مهمې دي او هم له دې سربداله جګړې د وتلو یا ناکامۍ د مثبت تصویر وړاندې کولو په پار.
په دوحه کې مو د اریانانیوز په استازیتوب د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند او نورو سرچینو، په اف او ان دي ریکورډ ډول په کراتو د ټاکنو په اړه پوښتنه کړې. ځواب یې خورا روښانه و: “د ټاکنو په نتیجه کې راغلی حکومت یانې د جګړې دوام.” خو دا کار به په اغلب ګومان ځکه ونه شي چې د تحلیلونو پر بنسټ، امریکا دا مسایل کنټرول کړي او په هېڅ صورت به د سولې کابو پنځلس میاشتنی له لوړو ژورو ډک بهیر ناکامېدو ته پرې نږدي. څوک شته چې په دې برخه کې د امریکا له نفوذه انکار وکړي؟
دویم اساسي پړاو له همدې دوو اونیو وروستي د دویم توافق (د افغانانو تر منځ جوړجاړي) لړۍ پیلول دي. په دې پړاونو کې تخریبوونکې کړۍ هم شته، امتیاز طلبې هم او یو کم شمېر ملي محوره اشخاص هم. خو پوښتنه دا ده چې تر کابو یو کال ناندریو وروسته به د نظام په استازیتوب ګډون کوونکي دغه بهیر څنګه پرمخ وړي او مدیریت کوي به یې؟ د خبرو ډول به پټ وي که سري او روښانه؟ او تر ټولو مهمه دا چې ورانکارې سیاسي کړۍ به څه اهداف تر لاسه کول غواړي؟
د هیلو او اندېښنو په دې حاکمه فضا کې، تر ټولو ښه کار به دا وي چې ځان غوښتنه، د واک تنده، سمت پالنه او خصومت یوې خوا ته کېښودل شي او د ولس او هېواد د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره نوی، رغوونکی او پیاوړی بنسټ کېښودل شي.
اصلي سناریو به له همدې دوو اونیو وروسته پیلېږي… .