غاښونه د انسان د بدن اساسي برخه جوړوي. ښکلي غاښونه موسکا ښکلې کوي. روغ غاښونه انسان ته جسمي قوت بښي او انسان د توانايۍ احساس کوي. برعکس، که غاښونه مو جوړ نه وي، نو له دې ښکاري چې جسمي او ان رواني وضعیت مو ښه نه دی. د غاښونو اهمیت ته په کتو، ډېر خلک د خپلو غاښونو ساتنه کوي. خپل غاښونه بورس کوي او وخت ناوخت مسواک کاروي. خو پر دې سربېره، دلته ځینې نورې ساده لارې هم شته چې انسان پرې د خپلو غاښونو ښه ساتنه کولای شي.
اوبه: اوبه د انسان د وجود د سلامتیا لپاره نه بېلېدونکی څیز دی. هر وخت له خوراک او څښاک وروسته، په خپله خوله اوبه تېرې کړئ. دا چاره ستاسې غاښونه پاک ساتي.
لبنیات: شیدې، کورت، پنیر او نور لبنیات د غاښونو لپاره ډېر ګټور دي.
تازه مېوې او سبزۍ: هغه مېوې او سبزیجات چې جوس لرونکې وي، لکه بادرنګ، هندواڼه، مڼه، ناک او ځینې نور د غاښونو لپاره ډېر مهم دي.
زړي: چهارمغز، بادام او جنغوزي په زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم او زینک لري. دا هم د غاښونو د سلامتیا لپاره ډېر اړین دي.