تېره شپه مې د جي فاکس(د امریکایي سینما یو لوبغاړی دی) ټلوېزیوني مصاحبه کتله چې له ان بي سي له شبکې څخه نشرېده. کېدای شي پوه وی چې نوموړی د پارکینسون ناروغي لري. دا ناروغي کولای شي چې د ډېرو ژوند واخلي، مګر د جي فاکس نه. نوموړي وویل چې دې ناروغۍ ورته خیر او برکت راوړی او د دې لامل شوې څو د ژوند له ټیټو سطحو څخه را ووځي او لویې لاسته راوړنې ولري، لکه علم، درک، فهم، له ژوند او خلکو سره مینه.
یو لوی فکر: په ژوند کې د دردوونکو مسایلو تجربه هغه با ارزښته فرصت دی چې کولای شو خپلو لوړو هیلو ته ورسېږو. ستونزې او سختۍ موږ د فکر ژورو ته بیایي، بې مانا شیان یوې خوا ته کېږي او ویښېږو څو ووینو چې کوم موضوعات ارزښتمن دي، ځینې موضوعات لکه کورنۍ، ملګري، اړیکې او دا چې د نړۍ لپاره ښه او غوره و اوسو. موږ ته را زده کوي چې هره ورځ د خلکو له لوري له ډالیو څخه خوند واخلو او نړۍ له هغه څخه چې اوس ده، لا ډېره ښه وپېژنو.