د هندوستان د کرکټ ادارې اعلان کړی چې راتلونکی کال د کرکټ اسیایي جام سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته نه ځي. تر دې مخکې د کرکټ اسیایي شورا اعلان کړی و، چې د یوه ورځني کرکټ اسیایي جام سیالۍ به په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان کې ترسره کېږي. د هندوستان د کرکټ کنټرول ادارې دا پرېکړه په خپلې کلنۍ غونډه کې کړې ده. په یاده غونډه کې د هندوستان د کرکټ کنټرول ادارې سکرتر جنرال جي شاه چې د کرکټ د اسیایي شورا مشر هم دی، وړاندیز کړی، چې د کرکټ اسیایي جام سیالۍ باید په یوه بله سیمه کې ترسره شي. تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د هندوستان ددغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.