ویل کېږي چې د جون په پای کې به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي. که څه هم ټاکل شوې وه چې د جون په ۱۵مه لومړنۍ بین الافغاني خبرې وشي، خو د طالب بندیانو نه خوشي کېدو او ځینو نورو ستونزو د دې خبرو پیل وځنډاوه. اوس هم د جون په پای کې د رسمي خبرو د پیل پر ځای د لومړنۍ ناستې او لیدنې خبره کېږي، خو ایا ستونزه حل شوې ده او د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه تللي دي؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د ټلېفون پر کرښه مو د بحث مېلمانه دي، د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ذاکر جلالي او په امریکا کې مېشت لیکوال او د سولې فعال واحد فقیري. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.