په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د عبدالله عبدالله له خوا د ځینو ولایتونو لپاره په زور د والیانو پر ټاکلو باندې ژوره اندېښنه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم کاندید عبدالله عبدالله تېره ورځ د ځینو ولایتونو لپاره د خپل ټيم له اړخه نوي والیان معرفي کړل.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې یاد کار به د سولې په اړه روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي: «په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې روانې دي او دا تمه کېږي چې دا به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي، له زوره کار اخیستل او غیر قانوني کړنې کولای شي چې د خلکو هغه هیلې چې د سولې په اړه دي، له اندېښنې سره مخ کړي.»
یوناما دغه راز پر ټولو اړخونو غږ کړی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د افغانستان د اساسي قانون ته احترام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله سلاکار میرویس سیغاني تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د عبدالله عبدالله له خوا د سرپل ولایت لپاره نوی والی معرفي شوی دی.
بلخوا د پنجشیر والي کمال الدین نظامي هم په یوه اعلامیه کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ له ټول شموله حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په ورته وخت کې محمد نور رحماني د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د غړو له خوا د سرپل ولایت په مقام کې د نوي والي په توګه معرفي شوی دی.
محمد نور رحماني د سرپل ولایت د ولایتي شورا مخکینی مشر و او د جنرال دوستم له نږدې کسانو څخه دی. د یادونې ده چې تر دې وړاندې جنرال دوستم ګواښ کړی و، که ټاکنې د دولت جوړوونکي ټيم په ګټه تمامې شي، موازي حکومت به اعلان کړي.
دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره بیا د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم دغه موازي اقدام بې ارزښته بولي.
د دې ادارې ویاند سید شاه سقیم امریکا غږ ته ویلي چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر له خوا ټاکل شوی والي پر خپل ځای دی او خپلې چارې مخته وړي.