د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ هم په چمن کې سلګونه کسانو د پاکستاني حکومت پر ضد لاریون کړی دی او غواړي چې دغه مهمه لار ډېره ژر پرانیستل شي. په چمن کې سیاسي ډلو او مدني فعالانو هم ویلي چې د چمن-سپین بولدک لاره باید پرانیستل شي او حکومت دې تر دې ډېر د خلکو زغم نه ازمويي. اعتراض کوونکي وایي چې دوی پر دغه لار د ټولو محدودیتونو لرې کول غواړي، د پاسپورت او وېزې محدودیت باید ختم شي، خلک دې ازاد تګ راتګ وکړي او په ټپه ولاړه سوداګري دې بېرته پيل شي. پاکستان د مارچ میاشتې له پیله دغه لار تړلې ده او په وینا یې دوی غواړي د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونیسي.