د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي سره له دې چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې پای ته رسول اسانه خبره نه ده، خو د لومړي ځل لپاره په دغه هېواد کې د سولې هڅې او دغه بهیر په سم لوري روان دي. دده په وینا په افغانستان کې پوره ۱۹ کاله جګړه شوې ده نو له دې امله دا تمه نه شي کېدای چې دغه جګړه دې دومره ژر ختمه کړل شي. عمران خان زیاته کړې چې پاکستان دده د حکومت پر مهال له افغان سولې سره بې کچې همکاري کړې ده او لا به هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. نوموړي د تاوتریخوالي کمېدو روان بهیر هم خورا مهم بللی دی او هیله یې څرګنده کړې دا د سولې لپاره یو مهم او ګټور ګام شي.