په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا يوناما په خپل کلني راپور کې ويلي چې په تېر میلادي کال کې يوځل بيا په افغانستان کې تر لسو زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د يوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په جګړه کې ښکېلو ډلو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر ۱۰ زرو ډېر ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي. د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور له مخې، دا په روانه جګړه کې ملکیانو ته په لوړه کچه زیان په ډاګه کوي.
سرچينې زياته کړې، نوي راپور د ۳۴۰۳ ملکي وګړو وژل او د ۶۹۸۹ ټپي کېدل ثبت کړي چې ډېری ملکي تلفات د دولت ضد عناصرو له خوا اوښتي دي.
يوناما ويلي، دا په پرله پسې ډول شپږم کال دی چې د ملکي تلفاتو شمېر له ۱۰ زرو اوړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملکي وګړو ته په لوړه کچه د پرله پسې اوښتي زیان سربېره، د ۲۰۱۹ میلادي کال ملکي تلفاتو ارقام خورا ناوړه پړاو ته رسېدلي.
يوناما ويلي، له یوې لسیزې راهیسې په سیستماتیک ډول پر ملکي وګړو د جګړې د اغېزو له مستندولو وروسته، ملګرو ملتونو ومونده چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملکي تلفاتو شمېر له ۱۰ زرو اوښتی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ويلي: «په افغانستان کې نږدې هېڅ یو ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له زیانونو خوندي نه دی پاتې شوی.»
نوموي زیاته کړې: «لکه څرنګه چې سوله اوږدمهال ته اړتیا لري او د سولې هڅې روانې دي، د ملکي وګړو ژوند باید خوندي شي او د ټولو خواوو لپاره اړینه ده چې د جګړې درولو لپاره فرصت له لاسه ورنه کړي.»
په نوي راپور کې شامل ارقام چې د یوناما او ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له خوا په ګډه خپاره شوي، د تېر کال په پرتله پنځه سلنه کمښت ښیي چې په اصل کې د داعش له لوري ملکي تلفات کم شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د نورو جنګي ډلو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري ۲۱ سلنه او د نړیوالو نظامي ځواکونو له لوري ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په عمده ډول د چاودېدونکو توکو د چاودنو او هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، سربېره پر دې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په جریان کې ملکي تلفات په خورا دقیقه توګه مستند شوي، راپور یو لړ سپارښتنې لري او په جګړه کې ښکېلو اړخونو ته ور په یادوي چې په قصدي ډول د ملکي وګړو یا ملکي تاسیساتو په نښه کول له نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې جنګي جرم بلل کېږي.