د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۵مه نېټه يوه نوبتي خبري ناستې کې وويل، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان بېلا بېلو غړيو د امريکا د ځاني سوداګرۍ له ساتنې او يو اړخيزم سره ټينګ مخالفت ښودلی دی.
نوموړي وويل، چې څوک پر چا خپلې چارې په زور نه شي منلی او يوازې خلک د هرې کړنې ارزونه کولی شي، ځکه عدالت د دوی په زړونو کې دی.
سوداګرۍ نړيوال سازمان د ډسمبر په ۱۴مې نېټې په ژنيو کې کنفرانس تر سره کړی او د امريکې تجارتي تګلارې يې تر سنجش او جاج لاندې نيولې دي.
د چين، اروپايي ټولنې او روسيې په شمول زياتو هېوادونو پر امريکا انتقادونه کړي، چې هر وخت ځان ته لومړيتوب ورکوي، د تجارت څو اړخيز اصول په پام کې نه نيسي، پر يو اړخيزې لارې ګامونه اخلي، د سوداګرۍ نړيوال ځنځير د ماتولو هڅې کوي او د نړۍ توليدي ځنځير ته زيانونه رسوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين وويل، چې امريکا څو اړخيز سوداګريز نظام خرابوي، د توليدي چارو دوه ګوني تګلارې يې غوره کړي، د توليدي چارو نړيوال ځنځير يې ويجاړ کړی او د يو اړخيزې بادارۍ کړنې تر سره کوي.
نوموړي وويل، چې امريکا بايد خپلې تېروتنې سمې کړي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصول دې مراعات کړي، د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم صلاحيت دې وساتي او د څو اړخيزم لويې کورنۍ کې دې ګډون وکړي.