د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ويلي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو د پاکستان هلو ځلو پایله ورکړې ده.
قریشي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان له هلو ځلو پرته دا ناممکنه وه چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي او امریکا ته دې قناعت ورکړل شي چې دا خبرې بیا پیل کړي.
نوموړي تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون به د پاکستان په موجودیت کې لاسلیک کېږي، ځکه چې له پاکستان پرته دا کار ناممکن و.
قریشي دغه راز زیاته کړې چې له دې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په اړه هم هلې ځلې وشي.
شاه محمود قریشي دا خبرې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې پر پاکستان د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا نیوکې شوې چې په خپله خاوره کې یې تروریستي ډلو ته پټنځایونه ورکړي او دغه راز د افغان سولې په پروسه کې هم رښتینی نه دی.
په ورته وخت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې تر ډېره بریدونه او نښتې کمې وې.
ولسمشر غني هم ویلي چې افغان ځواکونو ته یې لارښوونه کړې چې په دې مودې کې پر طالبانو بریدونه ونه کړي. که د سولې اونۍ کامیابه ختمه شي، بله شنبه (فبروري۲۹) به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.
ولسشمر غني د تاوتریخوالي د کمولو اقدام د سولې او اوربند پر لوري یو مهم ګام بللی دی.