د امریکا او طالبانو تر منځ تر اوږدو خبرو وروسته، دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو اووه ورځنۍ هوکړه پیل کړه. امریکا پر طالبانو شرط اېښی و، چې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره باید تر هر څه وړاندې یوه اوربند ته غاړه کېږدي، خو دغه ډلې اوربند ونه مانه او پر ځای یې په تاوتریخوالي کې د کمولو وړاندیز وکړ. پرون شنبه اورکم پيل شوی دی او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۹مې پورې به دوام کوي. تر هغه وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېږي. د تاوتریخوالي د کمولو پیل د ولس او نړیوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
د شنبې ورځې له سهار وختي په افغانستان کې جګړې درېدلې دي. په ډېرو کمو ولایتونو کې امنیتي پېښې شوې دي او خال خال نښتې رامنځ ته شوې دي. امریکا، طالبانو او افغان حکومت ویلي چې دوی د اورکم د هوکړې عملي کول پيل کړي دي او د اوو ورځو لپاره به په جګړو او نښتو کې د پام وړ کموالی راځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې په ورځ وویل چې د تاوتریخوالي په کمولو کې به په یوه اونۍ کې د پام وړ ګامونه اخیستل کېږي. د ده په خبره، جګړې به کمېږي او د سولې هوکړې لپاره به عملي اقدامات پيلېږي.
بلخوا ولسمشر غني د جمعې په ماښام ولس ته په خپله وینا کې وویل چې سوله د هر افغان هیله ده او دوی خوښ دي چې د شنبې له ورځې به د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی راځي. د ولسمشر غني په خبره، د افغان حکومت لپاره سوله لا هم لومړیتوب دی او طالبانو ته پکار ده چې د سولې لپاره له جګړو لاس واخلي او د افغانانو د سولې هیله پوره کړي. هغه همدا راز وویل چې د روان بهیر ټول موارد به په منظمه توګه د افغان ځواکونو له لوري څارل کېږي او ټولې خواوې به دغه رامنځ ته شوی وضعیت کنټرولوي.
طالبانو هم بیا په خپل وار ویلي چې دوی په خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راولي او خپلو جنګیالیو ته یې سپارښتنه کړې چې د افغان ځواکونو پر اډو، نظامي سیمو، بهرنیو ځواکونو پر اډو او لویو لارو تهاجمي بریدونه ونه کړي او دغه راز یې له وسله والو طالبانو غوښتي چې ښارونو ته له تګ هم ډډه وکړي. طالبانو ویلي چې د دوی وسله وال به د تیارسی په حال کې وي او د برید په صورت کې به په ځوابي اقدام لاس پورې کوي.
ملګرو ملتونو بیا په یوه اعلامیه کې د دغه اقدام هرکلی کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې جګړو تېر کال په افغانستان کې لسو زرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، نو ښکېلو لورو ته پکار ده چې ژر تر ژره له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي. د سرچینې په خبره، د تاوتریخوالي کمول د باور جوړولو او جګړې ختمولو، بین الافغاني مذاکراتو او دایمي سولې لپاره یو غوره اقدام دی.
پاکستان هم ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به هر اړخیزه همکاري کوي او د روان رامنځ ته شوي وضعیت د ملاتړ خبره یې کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې پاکستان تل هڅه کړې ده او لا هم خپلو اقداماتو ته ژمن دی.
تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر بیا د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له سرپرستانو سره کتلي دي. دوی ویلي چې افغان او بهرني ځواکونه له تهاجمي حالت وتلي او په دفاعي حالت کې دي.
له دې سره جوخت افغان سیاسیون بیا رامنځ ته شوی حالت د باور فضا جوړولو لپاره مهم بولي او پر ټولو ښکېلو لورو غږ کوي چې د سولې او جګړو د پای لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. پخوانی افغان نظامي شیرمحمد کریمي وايي، د جګړې د پای او سولې د دایمي راتګ لپاره غوره فرصت جوړ شوی دی او هېڅوک یې باید ضایع نه کړي. د تاوتریخوالي کمولو بهیر د عامو افغانانو له سخت هرکلي سره مخ شوی دی او په ډېرو لویو ښارونو کې یې په اتڼونو او لاریونونو هرکلی شوی دی. دوی دا ورځې د اختر له ورځو سره ورته بللې دي او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې نور د جګړې لمن ټوله او سولې ته مخه کړي.