د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، کله چې هلته د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل شي. ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشي سفر وروسته په متحده عربي اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ شي. خو د اسټرالیا کرکټ ادارې وړمه ورځ له افغانستان سره د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو د لغوه کولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه کار یې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګونه کې یې کړی دی. د اسټرالیا پر دې پرېکړې د افغانستان کرکټ بورډ او د راشد خان په ګډون یو شمېر ملي لوبغاړو سخت غبرګون وښود او دا یې نا عادلانه وبلله. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرکټ لوبه باید له سیاسته جلا کړی شي.