د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په نږدې ورځو کې به د کلورېدا د ملي ګارد یوه ډله افغانستان ته ولېږل شي. دغه ډله به له امریکايي ځواکونو سره د عملیاتو په تنظیم او پلانولو کې همکاري کوي. دغه دېرش کسیزه ډله به یو کال په افغانستان کې فعالیت کوي. امریکایي چارواکو ویلي چې دوی په دوره يي توګه خپل سرتېري بدلوي او اړتیا ته په کتو ځینې ځانګړې ډلې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کمزوریو د له منځه وړلو لپاره لېږي. امریکا داسې مهال دغه ډله افغانستان ته لېږي چې له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته باید دوی خپل سرتېري له افغانستان وباسي.